ژباړه: آرش ننګیال
و خاندئ چې ښکلي شئ….!
ستاسو څېره کې د خفګان کرښې ژورې دي که د خندا؟
له بده مرغه زموږ ټولنه کې ژړا نارینه او خندا ښځينه وو ته بد ګڼل کېږي.
د خندا د اغېزو په هکله ټول ډاکټران یوه خوله دي او هېڅوک د خندا له اغېزې انکار نه شي کولای.
ولې د غریبې کورنۍ ښځينه او نارینه ظاهرا بدرنګ او د شتمنو ښکلي وي…؟
دا ځکه چې خفګان د انسان څېره مړاوې کوي او خندا د انسان څېره غوړوي.
ځینې پوهان وایی : خندا یو ښه سپورټ دی او د خندا پر مهال د وجود ځینې غړي حرکت کوي چې همدغه حرکت ته سپورټ ویل کېږي.
ارواپوهان پر دې باور دي، چې خندا د اړیکو جوړولو تر ټولو غوره وسیله ده. که مو وړو کوچنیانو ته پام کړی وي، کله چې یې مور ته نرۍ مسکا هم وکړي مور یې د خوښۍ او خوشالۍ احساس کوي او د کوچني د ساتنې او پالنې ټولې چارې په ښه زړه او په مینه ترسره کوي. حال دا چې کوچني ته خندا هېڅ مانا نه لري خو مېندو ته ډېرې ماناوې لري.
خندا د غټانو لپاره نورې ماناوې هم لري، کله کله هغه باطني عقدې، د غم او درد په کمېدو کې انسان سره مرسته کوي او د زړه بړاس ورسره وځي. خندا د دردونو لپاره مسکن هم بلل کېږي، یانې له خندا سره دردونه کمېږي.
خندا انسان ته ارام او سکون ور بخښي، ځکه خو هغه خلک چې تل خاندي یا طنز او کمیډ کې مهارت او عادت لري له نورو عامو خلکو نه ډېر ارامه او روغ وي.
علمي څېړونو ثابته کړې ده، چې خندا په انسان کې انرژي پیدا کوي او خفګان، اندېښنې او عصبي فشارونو ښکته کوي او صفر ته یې رسوي.
اندېښنې د وجود، دفاعی سیتسم کمزوی کوي چې وجود د ناروغیو پر وړاندې خپله پیاوړتیا له لاسه ورکوي. خو خندا کولای شي چې ستاسو وجود، د ناروغیو پر وړاندې پیاوړی او ځواکمن کړي.
خندا د زړه فعالیت ډېروي، دردونه اراموي.
ارواپوهان وایی : ټوکې او خندا د انسانانو رېښتیني عواطف دي، مثبت او ښه فکر کولای شي چې زموږ خندا او خوشالي ډېره کړي او برعکس منفی افکار اندېښنې او غمونه زیاتوي.
په اوسني نړۍ کې خندا درمل ګڼل کېږي، هغه کسان چې رواني ستونزې لري او منفي بافه دي، کېدای شي چې د دغو کسانو درملنه یوازې خندا وي.
که مو تجربه کړې نه وي تجربه یې کړي، له کمیډي فلم یا ډرامې نه وروسته خپل ځان و ارزوئ چې څومر بدلون په ځان کې احساسوئ.
کله مو د هندارې پر وړاندې خندلي؟ او خپلې څېرې ته مو پام کړی دی چې څومره تغیر پکې راځي…؟
همدا لامل دی چې خندا د مخ یا څېرې سپورټ ګڼل کېږي، خندا نه یوازې د څېرې لپاره غوره سپورټ دی، پوهان په دې اند دي چې څومره علم ډېرېږي هماغومره د خندا ګټې ورسره رابرسېره کېږي.
په اوسني بوخت ژوند کې ډېر داسې کسان شته چې خندا ترې مروره ده او که څېرې ته یې پام وکړئ نو رنګ به یې خزان وي او څېره کې به یې خفګان له ورایه ښکاري.
کېدای شي څوک و وایی چې خندا هم په بېغمه زړه کېږي او خندا هم انګېزې ته اړتیا لري.
دا درسره منم، خو ایا فکر مو کړی چې موږ او تاسو ولې سپورټ کوو…؟
موږ تاسو په دې اند یو چې سپورټ زموږ روغتیا او سلامتیا ته ګټه لري، خندا هم سپورټ دی او انګېزه یې هم روغتیا او سلامتیا ده.
د خندا اغېزې ته په کتو سره، د نړۍ ګوټ ګوټ کې د خندا کلپونه جوړ شوي دي. د لومړي ځل لپاره د خندا د کلپ طرحه یوه هندي ډاکټر ( مادان کارتاریا) جوړه کړه.
دی هغه کس دی چې د لومړي ځل لپاره یې په ( ۱۹۹۵) کال کې د بمبي ښار په یوه پارک کې د خندا کلپ پرانیسته. پیل کې یې یوازې څلور کسان ګډونکوونکي درلودل خو ډېر ژر د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو او کرار کرار، د نړۍ هر ګوټ کې د خندا کلپونه جوړ شول او خلک یې له کیمیاويي درملونه نه وژغورل.
ـ خندا د ژوند مالګه ده.